د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې د دغه سازمان په مرسته یې یوې ښځې د لاسي توکو په برخه کې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
دغه سازمان په اېکس پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره د دغه سازمان په ملاتړ په هېواد کې د یوې افغانې ښځې د پانګونې اعلان وکړ.
سلما یو له هغو ښځو څخه چې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې په مرسته یې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې، له دې موسسې سره په خبرو کې زیاته کړه: "که څه هم ښې سواد نه لرم، خو ویاړم. زه د یوې ښځې په توګه، زه کولی شم پروژې پلي کړم، زه کولی شم نورو ته روزنه ورکړم. "
دغه سازمان ویلي چې د سلما د بریا راز کلک هوډ درلودل، پر ځان باور او درناوی دی.
همدارنګه سلما له دې سازمان څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه: " د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې څخه مننه چې د دې سازمان په ملاتړ مې کار پیل کړ. "
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د دغو دندو د ځای او لګښت په اړه نور څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې نړیوال بانک په افغانستان کې د ښځو په مشرۍ د سوداګرۍ په برخه کې د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ لپاره ۱۶ میلیونه ډالره ځانګړي کړي وو.
په افغانستان کې د نړیوال بانک د مشرې «میلندا ګوډ» په وینا، د دې پروژې موخه په افغانستان کې د کوچنیو پورونو سکتور پیاوړی کول دي، ترڅو د کوچنیو سوداګرو خاوندان او د ښځو تر مشرۍ لاندې سوداګر وکولی شي هغه مالي اعتبار ترلاسه کړي چې دوی د سوداګرۍ د بیارغونې، خپل ژوند د بیارغونې او مرستې لپاره ورته اړتیا لري او خصوصي سکتور ته لاسرسی راژوندی کړي.
په همدې حال کې له نړیوالو بنسټونو څخه د ښځو د خصوصي سکتور په ځانګړې توګه د پانګونې او سوداګرۍ په برخو کې ملاتړ زیات شوی دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31348